اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پارلمان دواړو ايوانونو شريكې غونډې ته نن د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې خطاب كوي۔ په دې لړ كښې د قو??ي اسمبلۍ سېكرټرېټ ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو سره ټول?? مېلمنو ته بلنې استولې دي۔ د قومی اسمبلۍ سېكرټرېټ وياند ترمخه د پارلمان دواړو ايوانونو ته به اولس مشر خطاب د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې كوي چې ورسره به د موج??ده قو??ي اسمبلۍ دوهم پارلماني كال پېل شي۔ د قومی اسمبلۍ سېکرټرېټ د آئيني ادارو مشرانو ، د درې واړو وسله والو ځواكونو او سفارتكارو په شمول مهمو ش??صي??تو ته بلنې استولې شوې دي۔ د امنيتي انتظاماتو په لړ كښې ټولو پارلماني غړو او وفاقي وزيرانو ته هدايت شوې دې چې ځان سره مېلمانه نه راولي او نه به د كوم پارلماني غړي يا وفاقي وزير ګارډز ته د پارلېمنټ حد ته د ننوتلو اجازه وي۔ د ټولو پارلماني غړو او د مېلمنو د ګاډو به سخت چېكنګ كولې شي۔ پارلمان كښې ټول?? مېلمنو ٬ پارلماني غړو او په ډيوټۍ موج??ده عملې لپاره خاص پاركنګ جوړ كړې شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د آئيني آرټيكل 54 ترمخه د هر يو پارلماني كال پېل د اولس مشر شريكې غونډې ته خطاب څخه كېږي، اولس مشر د سېنېټ او قو??ي اسمبلۍ ټول پارلماني كال لپاره د خپل خطاب د لارې لارښودنه كوي
اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې نه نن ماښام 5 بجې خطاب كوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری