اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د آئي اېم اېف وروستي مالياتي قسط په جاري كېدو د اطمينان څرګند??نه كولو سره وئيلي دي چې د 1.1 ارب ډالرو وروستي قسط ترلاسه كېدو سره به پاكستان كښې لا معاشي ا??تح??ام رامخے ته شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخ?? وزيراعظم شهباز شريف د آئي اېم اېف وروستي مالياتي قسط په جاري كېدو د اطمينان څرګند??نه كړې ده۔ وزیراعظم وئيلي چې د آئي اېم اېف د 1.1 اربه ډالر وروستي قسط ترلاسه كېدو سره به معاشي ا??تح??ام رامخے ته شي۔ په كال 2016 كښې زما لارښود نواز شريف آئي اېم اېف پروګرام بشپړ كړے وو٬ دا د اېس بی اے دويم پروګرام دے كوم چې بشپړ كيږي۔ د 16 مياشتنيز حكومت په مهال پاكستان ډيفالټ كېدو څخه بچ كولو كښې آئي اېم اېف سره دا لوظنامه مهمه ثابت شوې وه۔ د پاكستان معاشي تحفظ لپاره مو سختې پرېكړې وكړې خو د دې مېوې د معاشي ا??تح??ام په صورتحال كښې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل پاك پروردګار مونږ ته د معيشت ښه كولو موقعه راكړې ده٬ مونږ به بشپړه خواري كوؤ٬ پاكستان ته به معاشي پرمختګ وركوؤ۔ ده ووئيل قرض اخستل كاميابي نه ده ٬ كاميابي به هغه ورځ وي كله چې مونږ قرض څخه خلاصې ومومؤ۔ ده ووئيل كه دې جذبې سره پرله پسې مخ په وړاندې روان پاتې شوو نو قرض څخه به ډېر زر خلاص شوو او د معاشي سوكالۍ دور به پېل شي۔ ده د خزان?? وزير اورنګزېب په شمول د ټولې معاشي ډلې د هڅو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف د اېم ډي هم مننه كوم چا چې په سخت وخت كښې پاكستان له ?? مرستې لاس وركړو۔
د وزيراعظم شهباز شريف د آئي ايم ايف مالياتي قسط په جاري كيدو د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری