اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خوشحاله شو كه زمونږ ورور هېواد تركيې څخه سوداګر او صنعتكار دې موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پا?? ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ پ?? دې موقع د پا??ستان ا?? تركيې سرمايه كارو سره ??وړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خارجه اړيكو ??ه نړۍ كښې ګران دے۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكارو او سرمايه كارو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر ووئيل پاکستان ا?? ترکیه د تاریخ ، كلتور او د عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده ووئېل پاکستان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړه پورې هركلې كوي۔ اولس مشر ووئيل پا??ستان كښې د ډېرو موجودو موقعو څخه تر اوسه استفاده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه كار د توان ا?? فوډ پروسېسنګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پا?? لرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په پا??ستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې د تركيې ادارې د پا??ستان د انجينئرانو او كارمندانو د تربيې خاص اهتمام كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن ووئيل د صحت او د داروګانو جوړولو په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات شته كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پورته كولې شي
پاکستان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې شوي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار