اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د ایتھوپیا پارلیمان پاکستان سره دوه اړخيزه تجارتي لوظنامه توثيق ك??ې ده۔ په اسلامی جمهوریه پاکستان كښې د فېډرل ډېموکرېټک ریپبلک آف ایتھوپیا سفارتخانې ?? ګل په ورځ اعلان كړے چې د ایتھوپیا د اولسي استازو ایوان په 14 فرورۍ 2023 د دواړو هېوادونو ترمينځه د شوې دوه اړخيزه تجارتی لوظنامې منظوري ورك??ې ده۔ د دې لوظنامې مقصد دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې لا مضبوطولو له تجار??ي همكارۍ ته وده وركول دي۔ په پاكستان كښې د ایتھوپیا سفیر جمال بیکر عبد اللہ د لوظنامې منظوري د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې يو مهم پېش رفت وګرځولو۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارت وده ومومي كوم چې دا مهال 80 ملينه امريكائي ډالره څخه زيات دے۔ د لوظنامې په لاس ليك كېدو ده د پاكستان او ايتھوپيا سوداګرې ورورولۍ له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل ایتھوپین ایئر لائن د روان كال مئي مياشت ك??ې پاکستان لپاره خپل فلائټ آپرېشن هم پېل كړے او هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري او تجارتي فعاليتونه به لا قوي شي
د ايتھوپيا پارليمان پاكستان سره دوه اړخيزه تجارتي لوظنامه توثيق كړه
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون