اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي)خارجه سېكرټري سهيل محمود خان وئېلي دي د ملګرو ملتونو د نو آباديات خاتمې مشن لا ترسره شوے نه دے ځكه چې د جمو او كشمير اولس تراوسه د خپلې استصواب رائے حق ترلاسه كولو په طمعه دے ٬ د كومې وعده چې د دوي سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو د لارې شوې وه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده خارجه وزارت او د ملګرو ملتونو د ريذيډنټ كوآرډينېټر دفتر په اشتراك سره د ملګرو ملتونو جوړېدو 76مې سالګرې دستورې ته وكړه۔خارجه سېكرټري د دستورې خاص مېلمه ؤ ۔په دې مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري وېډيو پیغام هم وړاندې كړے شو ۔خارجه سېكرټري ووئيل كثيرالقوميتي عمل د پاكستان خارجه پالسېۍ بنيادي مركز ؤ او وي به۔ده د ملګرو ملتونو د منشور بنيادي اصولو په وده كښې د پاكستان د تعميري هلو ځلو حواله وركړه چې پكښې د امن راوستل ٬ د كډوالو تحفظ ٬د بشري خواخوږۍ په بنياد هڅې٬ماحولياتي تغير او تل پاتې پرمختګ لپاره نړيواله مرسته شامل ده۔ده په افغانستان كښې د بشري بحران حل لپاره د نړيوالې مرستې مربوط كولو او د معاشي كمزورۍ مخ نيوي له په غوره كردار ترسره كولو ملګرو ملتونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل پاكستان دې مقصد لپاره مرستې له خپل په زړه پورې كردار ترسره كوي ٬ دغسې خارجه سېكرټري د سماجي او معاشي پرمختګ اهداف سر كولو له پاكستان كښې د همكارۍ كوونكو د ملګرو ملتونو ټولو ادارو٬فنډز او پروګرامونو مننه وكړه۔د ملګرو ملتونو ريذيډنټ كوآرډينټرز جولين هارنيس پاكستان كښې د ملګرو ملتونو په ګڼ اړخيزه هلو ځلو رڼا واچوله او د افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د غړو په ويستلو كښې په مرسته او د بشري خواخوږۍ ترمخه په سهولت كارۍ ئې د پاكستان حكومت ته پیرزوئنې وړاندې كړې
په خارجه وزارت كښې د ملګرو ملتونو 76مې سالګرې په اړه دستوره وشوه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں