پینډۍ 30 جنوری (اے پی پی) خېبرايجنسۍ كښې په پاكستاني چېك پوسته د پولې پورې غاړه ترهه ګرو ډزو په نتيجه كښې سخت ژوبل شوې د پاك پوځ عسكر وقاص شهيد شوې۔د آئي اېس پي آر لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان ترمخه د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ګران هېواد دفاع او ساتنې له شهيد شوي ځوان ته د عقيدت پیرزوينه وړاندې كړې۔د شهيد عسكر د جنازې لمونځ د ګل په ورځ په هېډكوارټر پیښور كښې ادا كړے شو كوم كښې چې كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نذير احمد بټ٬د اېف سي آئي جي ميجر جنرل شهير مظهر محمود٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر او د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره د جنازې په لمونځ كښې ګډون كولو
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی