اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د پروژو د معيار سودا به ونه كړو٬زمونږ په پروژو تنقيد كونكو ته دې الله تعالٰی هدايت وكړي٬مونږ د پروژو په وخت ترسره كېدل باوري كړي٬يو باوقار هېواد لپاره د انفراسټركچر پشمول نورې پروژې لازمي دي٬په دې ډول هېواد پرمختګ كوي٬كه خلكو ته آسانې وركړې شي نو د ښارونو په پلو به نه ځي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د ميټرو بس پروژې د بنياد تېګې كېښودو په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د اسلام آباد څخه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه نوې هائي وے جوړېږي او په دې به ميټرو بسونه هم چلېږي۔په ابتدائي توګه پھ دې پروژه كښې د ميټرو بسونه شامل نه وو٬دوه مياشتې وړاندې ميټرو بسونه پھ دې پروژه كښې شامل كړی شول كوم خلك چې د سفر آسانې يا ګاډې نه لري چې دغسې هغوي په دې سفر وكړې شي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې ميټرو بس موجود دې٬اسلام آباد د اسلام آباد نوې هوائي اډې سره تړلو لپاره د ميټرو بس پروژه جوړولې شي۔ده ووئيل چې د نوې هوائي اډې ترسره كېدو سره به د ميټرو بس پروژه هم ترسره كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې د پروژو په وخت ترسره كول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔د معيار د سودا هېڅ سوال نه پېدا كېږي٬مونږ په معيار باور لرو۔د هزاره موټروے د كار معيار به تاسو ليدلې وي۔دا پروژه به هم د اګست په 14مه نېټھ ترسره كېږي۔وزيراعظم ووئيل چې كوم هېواد ته پرمختګ كول وي بايد د هغه هېواد پروژې په ټاكلي وخت كښې ترسره شي كومې پروژې چې په دوه كاله كښې پوره كول پكار وو په تېر وخت كښې به په دې 20 ٬ 20 لګېدلي٬مونږ داسې يو شمېر پروژې بېرته پیل كړې٬د نيلم جهلم په پروژه د څو كلونو نه كار روان دې٬مونږ په دې كار ګرندې كړو٬د راتلونكي كال تر پېل كېدو به دا پروژه برېښنا پېدا كړي۔د لواري ټنل پروژه د څو لسيزو نه نه ترسره كېده۔وزيراعظم ووئيل چې معلومه نه ده زمونږ په نظام او محكمو څه شوي چې دا پروژې دومره تاخير سره مخ كېږي۔تېره ورځ هم دلته كندې ته د ګاډي پريوتو په پېښه كښې څو كسان مړه شوي وو۔د پروژو پھ وخت نه ترسره كېدل ظلم او زياتې دې او دا د قبلولو وړ خبره نه ده۔ده ووئيل چې مونږ د اسلام آباد د نوې هوائي اډې په پروژه په تندۍ سره كار كوو۔يو باوقار هېواد لپاره دا لازمي پروژې دي۔انفراسټركچر٬لويې لارې٬هوائي اډې او د ټرانسپورټ ښې پروژې يو باوقار هېواد لپاره لازمي دي كه دا پروژې وي نو صنعت به پرمختګ وكړي٬اقتصادي ځايونه به جوړ شي كروندګر به خپل فصلونه په وخت منډيو ته ورسوي٬خلكو ته به پھ ارزانه بعيه څيزونه ترلاسه شي٬برآمدات به زيات شي او داسې هېواد به پرمختګ وكړي بيا به سكولونه جوړ شي٬روغتونونه به جوړ شي نو خلك به خپلې سيمې نه پرې ږدي۔دې سره به معيشت پرمختګ وكړي۔ده ووئيل نړۍ نن د پاكستان په پلو پام كوي٬زمونږ سټاك ماركيټ رېكارډ اضافه دې۔د اپوزيشن لخوا په دې پروژو د غبرګون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې الله تعالٰی دې دوي ته هدايت وكړي تاسو هم ما سره دعا وكړئ چې الله تعالٰی دوي ته هدايت وكړي۔په تېر وخت كښې په پروژو كښې د كرپشن او خوردبرد په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په دې هېواد كښې د ډېرو څيزونو پلټنې كېدونكې دي۔كه مونږ په دې كار اخته شو نو زمونږ كار به پاتې شي۔ده ووئيل چې دومره سكينډلې دي چې څومره اووئيلې شي وېنا كمه ده۔يو وخت به راشي چې په دې ككړ خلك به خپل منطقي انجام ته ورسي
د پروژو د معيار سودا به ونه كړو٬زمونږ په پروژو تنقيد كونكو ته دې الله تعالٰی هدايت وكړي٬مونږ د پروژو په وخت ترسره كېدل باوري كړي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea