اسلام آباد 06 اپریل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ د راتلونكې نهې پھ ورځ د پیل كېدونكي سېشن شيډول او د ايجنډې منظورۍ لپاره د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه رابللې۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د كمېټۍ غونډه به د نهې پھ ورځ د اپرېل په لسمه نېټھ مازيګر څلور بجې د پارلمان په ودانۍ كښې كېږي۔د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوي۔پھ غونډه كښې به د ټولو پارلماني ګوندونو پھ مشوره د قامي اسمبلۍ د سېشن د شيډول او ايجنډې منظوري وركولې شي۔
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ